د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، دوی په افغانستان کې د داعش ګواښ لا دمخه په ګوته کړی او دغې ډلې په ښکاره طالبانو تر خپل «نظر» لاندې نېولي دي.
ښاغلي کربي په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو د کډوالو چارو پر وزیر خلیل حقاني د برید په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې لا وخت دى چې په دې اړه نظر وړاندې کړو.
هغه وویل، «یوازیني څه چې زه یې ویلای شم دا دي چې موږ پخوا تشخيص کړې وه او مخکې مو ویلي و چې په افغانستان کې د داعش ګواښ لا هم شته او دا څرګنده ده چې هغوی طالبان تر خپل نظر لاندې نېولي.»
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي، چې امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته له «لېرې واټن۷ ترهګرۍ ضد وړتياووې ساتلي او پياوړې کړې يې دي.
هغه وویل، «دا وړتیاووې موږ ته اجازه راکوي چې د نړۍ په هر ځای کې د ترهګرۍ ضد کره عملیات ترسره کړو، نه یوازې په افغانستان کې. موږ خپله وړتیا ثابته کړه چې دا فعاليتونه په اغېزمنه توګه ترسره کړو، آن په هغو سیمو کې چې موږ نور مستقیم حضور نه لرو.»
جان کربي ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو همکارانو او د هغوی کورنیو ته له ۷۶زرو څخه زیات د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس آى وي) ورکړي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او یو لوړپوړى غړی خلیل حقاني د طالبانو په اداره کې د کډوالو چارو په وزارت کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
په داسې حال کې چې داعش ډلې پر نوموړي د برید پړه پر غاړه اخیستې، د خلیل حقاني وراره او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرون وویل چې نه پوهېږي چې پر تره یې برید چا کړی دی.