افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور: تاجکستان په افغانستان کې د داعش خراسان او د جماعت انصارالله په اړه اندېښمن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې وايي، دغه هېواد ادعا کوي چې د افغانستان شمالي سیمې د «ترهګرو» فعالیتونو اصلي سرچینه او د زرګونو «سختدريځو کسانو» ځای دی.

په راپور کې راغلي چې د تاجکستان اصلي اندېښنې د داعش خراسان او جماعت انصارالله دي چې له افغانستانه فعالیت کوي او د اسلامي امارت د رامنځته کولو لپاره د تاجکستان د حکومت د نسکورولو هڅې کوي.

د راپور پربنسټ، تاجکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له «ترهګرۍ» سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

دغه هېواد له افغانستان سره ۸۴۳ میله ګډه پوله لري.

راپور وايي،«د تاجکستان حکومت ادعا کوي چې د افغانستان شمال د ترهګريزو فعالیتونو اصلي سرچینه او د زرګونو سخت دریځو کور دی.»

د راپور پر بنسټ، د امریکا حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د سرحدي پوستو د بیا رغاولو او جوړولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی او تاجکستان ته یې د سرحدي امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې د وړتیاوو د لوړولو لپاره تجهیزات او روزنه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، تاجکستان په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا له دفاع وزارت سره تر ۳۴ ډېر دوه اړخېز فعالیتونه ترسره کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په تاجکستان کې درې ترهګریز بریدونه او پنځه د ترهګریزو بریدونو هڅې ثبت شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د واک د ټينګښت راهيسې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تېر کال د چنګاښ په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر خبرداری ورکړی و چې د هېواد په شمالي سیمو کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته د امنیتي ګواښونو لامل شي.

پرون د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې استازو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو هڅې ناکافي وبللې. دوی په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډ اقدام غوښتنه وکړه.