افغانستان

بلغاریا له افغانستان سره ۳۰ زره یورو مرسته وکړه

د بلغاریا د بیرغ انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، بلغاریا له افغانستان سره ۳۰ زره یورو، چې ۳۱زره ۶۴۶ ډالره کېږي، مرسته کړې ده.

د اوچا په وينا، دا مرستې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې او تر ٢٠٢۴ کال پورې به په دغه هېواد کې د اړمنو کسانو د درملنې لپاره ولګول شي.

اوچا پر اېکس د دې خبرپاڼې په خپرولو سره، د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې «په انسانیت پانګونه وکړي.»

د افغانستان بشري وضعیت

دا په داسې حال کې ده، چې دغه سازمان مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د دوی ژوند سختېږي او د سرپناه، د کورونو د تودولو لپاره کافي وسایل او کافي خوراکي توکي نه لري.

په ورته وخت کې اوچا په د ليندۍ په ۱۹مه راپور کې ویلي، چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۱۵،۳ میلیونه کسانو مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو د کمکي بودیجه

په همدې حال کې، دغه سازمان وايي چې سږ کال یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له خوا د وړاندیز شویو ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو له ډلې یوازې ۹۵۸،۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د اوچا په وینا، سږکال د هغو خلکو شمیر چې د مرستندویه موسسو لخوا په پام کې نیول شوي، ١٧.٣ میلیونه و. خو د بودجې د نشتوالي له امله دوی نه دي توانېدلې چې دې هدف ته ورسېږي.