اروپايي ټولنې او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د طالبانو د کډوااو چارو پر وزیر خلیل رحمان حقاني بريد چې هغه پکې ووژل شو، وغانده.
اروپايي ټولنې پر اېکس لیکلي دي: «اروپایي ټولنه د تاوتریخوالي ټول اعمال په کلکه غندي. موږ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو پر وزير او پر څو تنو قربانیانو بريد غندو.»
په ورته وخت کې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم دغه پېښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ياد سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«سعودي عربستان د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د افغانستان د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.»
پر خلیل الرحمن حقاني برید
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل رحمان حقاني پرون (چهارشنبه،ليندۍ٢١مه) په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
سرچینو آمو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د اوسني کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و. واک ته د طالبانو له راتګ وروسته نوموړی د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.
د برید مسؤلیت
داعش ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او زياته کړې يې ده چې په دغه بريد کې يې خليل حقاني په نښه کړى و.
د داعش په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه بريد مسؤل کس توانیدلی چې له امنیتي خنډونو څخه تېر او مطلوب ځای ته ځان ورسوي.
دغه ډله وايي، چې د دوی دغه جنګیالى د خلیل الرحمن حقاني او ورسره د څو مرستیالانو او ساتونکو د وتلو په تمه و، چې د هدف په لیدو یې خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه او د یو شمېر ساتونکو او اداري مرستیالانو په ګډون یې دغه چارواکی وواژه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت رد کړی دی.