نړۍ

جولاني په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پوځ «منحلوي»

د سوریې د تحریر شام ډلې مشر حمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی،

د سوریې د یاغیانو مشر احمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی، ژمنه کړې چې د دغه هېواد د تښتېدلي ولسمشر بشارالاسد د حکومت پوځ به ړنګوي او د زندانونو دروازې به وتړي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۱) وویل چې هر هغه څوک به د تعقیب لاندې ونیسي چې«د بندیانو په شکنجه کولو یا وژلو» کې ښکېل وي.

ابو محمد جولاني چې په سوریه کې د التحریر الشام ډلې مشر دی، رویټرز ته په یوه بیان کې وویل، «زه به د پخواني رژیم امنیتي ځواکونه منحل کړم او بدنام زندانونه به وتړم.»

دې خبري اژانس لیکلي چې سوریه د بشار الاسد د کورنۍ د پنځه لسیزو واکمنۍ پر مهال په منځني ختیځ کې یو له «ظالمانه» حکومتونو څخه تجربه کړ او د سوریې تحرير شام – که څه هم مخکې يې له القاعدې سره تړاو درلود – اوس ترټولو پیاوړی ځواک دی. په هېواد کې باید د قربانيانو د عدالت غوښتنې او غچ اخیستنې تاوتریخوالي مخنیوي او د نړیوالو مرستو تر منځ توازن برابر کړي.

جولاني په دې بیانیه کې ویلي دي: «د سوریې خلک د هغو بدنامو زندانونو ته ورغلي چې اټکل کیږي د بشارالاسد رژیم په لسګونو زره بندیان د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. ځینې یې ژوندي خوشې شوي، د مړو په منځ کې نور پېژندل شوي، او زرګونه نور لا تر اوسه نه دي موندل شوي.»

هغه مخکې د سوریې د دولتي شبکې سره په بل بیان کې ویلي وو چې هغه کسان چې د بندیانو په شکنجه کولو یا وژلو کې یې برخه اخیستې وه محاکمه کیږي او بښنه له پوښتنې څخه بهر ده.

د سوريې تحرير شام مشر وايي: «موږ به په سوريه کې هغوی تعقيب کړو او له هېوادونو غواړو چې تښتېدلي کسان وسپاري، څو عدالت ته ورسېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته د فرقه ييزو او توکمیزو لیکو په اوږدو کې روانه وه، نړۍ له نږدې څاري څو وګوري د سوریې نوي واکمنان کولای شي په هېواد کې ثبات ټینګ کړي او له تاوتریخوالي څخه مخنیوی وکړي.

۲۷ کلن الترکي د هغو بندیانو خپلوان دی چې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو راهیسې د سوریې د تر ټولو بدنام زندان، د سیدنیا کمپلیکس د ویجاړو بندخونو کې د خپل ورور په ګډون د خپلو ورکو شویو خپلوانو د کومې نښې موندلو په لټه کې دی. چې ۱۴ کاله وړاندې ورک شوی دی.

هغه وايي: «زه هیله مند او خوشبین وم چې زموږ د ورک شویو بندیانو په منځ کې به یو څوک پیدا کړم. خو نه ورور، تره یا د تره زوی. ټول زندان مې وپلټه.»

د یادولو وړ ده چې محمد البشیر چې د جولاني جنګیالیو لخوا ټاکل شوی د مارچ تر میاشتې پورې د موقت حکومت مشري کوي ویلي چې موخه یې د ملیونونو کډوالو راستنېدل، د یووالي رامنځته کول او د سوریې خلکو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کول دي.