د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ د ليندۍ په ۲۱ مه د کانګرس د بهرنيو اړيکو په کمېټه کې چې د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ جوړه شوې ده، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنو ته شاهدي ورکوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه او د بهرنیو چارو وزارت له میاشتو راهیسې د بلینکن د حضور په اړه پر بحث بوخت وو.
د يادې کمېټې جمهوري غوښتونکو د سپټمبر په میاشت کې، د ولسمشریزو ټاکنو څخه څو اونۍ دمخه، د کانګرس احضاريه غوښتنې په ځواب کې د پاتې کېدو له امله د ښاغلي بلینکن د استیضاح لپاره رایه ورکړه.
له ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته له افغانستانه د امریکا متحدو ايالاتو وتل په ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په ترڅ کې چې نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستیالې کمالا هرېس په وړاندې سیالي کوله، ډېره سیاسي شوی وه.
ټرمپ چې د جنورۍ په ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته راستنېږي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غندلي او ژمنه یې کړې چې په دې مسله کې ښکېل چارواکي به محاکمه کړي.
هغه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې اعلان وکړ چې هغه به د ټولو لوړ پوړو چارواکو د استعفاء غوښتنه وکړي چې »د افغانستان په ناورين کې یې برخه اخیستې وه.»
دیموکراتانو ټینګار کړی چې د جګړې د ګډوډې پای ته رسیدو د مسؤلیت یوه برخه چې د جو بایډن ولسمشرۍ کې له اوو میاشتو څخه کمه وه، باید ټرمپ ته منسوب شي چې په ٢٠٢٠ کې یې د طالبانو سره د تړون په لاسلیک کولو سره د وتلو پروسه پیل کړه.
د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د بهرنیو اړیکو کمېټې ډیر معلومات ترلاسه کړي دي.
بلنکن د افغانستان په اړه تر ۱۴ ډېر ځله کانګرس ته احضار شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له افغانستان څخه د وتلو په اړه نږدې شل زره پاڼې اسناد، د لوړې کچې د توجهي جلسو لنډیزونه او ثبت شوې مرکې وړاندې کړې دي.
د دې کمېټې مشر مایکل مک کال د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو په اړه د جمهوري غوښتونکو د څېړنو راپور خپور کړ او د بایډن پر ادارې یې د وتلو په تړاو د ناکامیو له امله سختې نیوکې وکړې.
مکال په بيانيه کې وويل:« په داسې حال کې چې ما هیله درلوده چې هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې تر پایه پورې دا مهم حضور نه وي ځنډولی، زه د هغه شاهدي اوریدلو او مهمو پوښتنو ته سترګې په لار یم څو د کانګرس جمهوري غوښتونکو او راتلونکې ادارې سره مرسته وکړي چې دا ډول پیښه بیا تکرار نشي. »
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو څرنګوالی د جمهوري غوښتونکو او آن د یو شمېر ډیموکراتو چارواکو له سختو نیوکو سره مخامخ شو. ځینې بیا په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حکومت نیولو لامل د امريكا وتل بولي.