افغانستان

طالبانو د روسیې د پارلمان لخوا د ترهګرو ډلو له نوملړه د دوی د نوم لرې کولو د طرحې هرکلى وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د پارلمان د هغه پلان هرکلی کړی چې د ترهګرو له نوملړه د طالبانو نوم لرې کوي.

په دغه بیانیه کې چې نن چهارشنبه د ليندۍ ۲۲مه خپره شوه، ټینګار شوی چې دا اقدام کولای شي د «افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا» بنسټ کېږدي او په سیمه کې له ثبات او امنیت سره مرسته وکړي.

طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخېزو همکاریو لپاره یو مثبت ګام بللی او د سولې او ثبات په برخه کې یې د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي چې د روسیې پارلمان د سې شنبې په ورځ د مسکو له خوا د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو اجازه ورکړه.

د اېنټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې پارلمان دغه لایحه د درېیو قانوني پړاوونو په لومړیو کې تصویب کړه.

تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو اداره چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري په مياشت کې د امریکایي ځواکونو له ګډوډوې وتلو وروسته واک ته ورسېده، په رسمیت نه ده پېژندلې.

خو روسیه ورو ورو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخوي. د جولای په میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې طالبان د یو متحد په توګه یاد کړل.

مسکو له افغانستان څخه منځني ختیځ ته د سخت دریځو یاغي ډلو فعالیت ستر امنیتي ګواښ ګڼي. دا اندېښنې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژيم له نسکورېدو وروسته زیاتې شوې چې د روسیې مهم متحد بلل کېده.

د مارچ په میاشت کې، د مسکو په څنډه کې د کنسرت په تالار کې په يوه بريد کې چې پړه يې داعش پر غاړه واخيسته ١۴۵ کسان ووژل شول. امریکايي چارواکو ویلي، دوی داسې معلومات لري، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت په غاړه درلود.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د داعش د شتون د له منځه وړلو هڅې کوي.

لوېدیځ ډیپلوماتان وايي، تر هغه چې طالبان د ښځو د حقونو په برخه کې خپله لاره بدله نه کړي، په نړیواله کچه د رسميت پېژندلو لپاره د طالبانو لاره بنده ده.

طالبانو د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او له نارینه محرم پرته یې د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. طالبان وايي چې د اسلامي شریعت څخه د خپل سختدريځه تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.