ایران وايي، په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت نسکورېدل د امریکا، اسرائیلو او یوه ګاونډي هېواد د ګډ پلان پایله وه.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، داسې اسناد شته چې ښيي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت نسکورېدل د امریکا، اسرائیلو او د سوریې د یوه ګاونډي د ګډ پلان پایله وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د دمشق اوسېدونکو د ښې راتلونکې په هیله د وروستیو بدلونونو هرکلی کړی دی.
له بلې خوا د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د سوریې له نویو مشرانو وغوښتل چې دغه هېواد د ثبات او یووالي په لور رهبري کړي.
په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د ملي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
ایران چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د ولسمشر بشارالاسد د پوځي او بشري ځواک ملاتړ کاوه، اوس غواړي په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو د نفوذ پر وړاندې د مقاومت محور وساتي.
خو په دمشق کې د بشارالاسد رژيم له نسکورېدو وروسته خلک د ښې راتلونکې هیله لري.
د الحجاز د اورګاډي تمځاى ته څېرمه یو شمېر ښاریانو د بشارالاسد د عکسونو او د سوریې د رسمي بیرغ په ځړولو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، هیله لري چې په دغه هېواد کې د سولې او پرمختګ نوی پړاو پیل شي.
د دمشق اوسېدونکی جمال حسن السجاري وايي:«موږ هیله لرو چې راتلونکی پړاو به د ټولو سوریایانو لپاره خیر او برکت له ځانه سره ولري.»
په همدې حال کې د سوریې نوي مشر محمد البشیر چې پخوا یې ياغيانو پورې د تړلي نجات حکومت مشري کوله، ویلي دي چې د موقت لومړي وزير په توګه یې د دغه هیواد اداره پر غاړه اخیستې ده.
د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د سوریې بیارغونه داخلي پیوستون او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. خو په دې هېواد کې د سولې هیله لا هم لویو ازموینو ته په تمه ده.