سرچینه وايي ، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په دې چاودنه کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني تره دی.
واک ته د طالبانو له راتګ وروسته نوموړی د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست وزير په توګه وټاکل شو.