د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د چین خاورې ته څېرمه د ارام سمندر په لوېدیځ کې یې په رادار سمبال د منځني واټن ویشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د توغنديزې دفاع ادارې ویلي، دا آزماېښت په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د دفاعي وړتيا په برخه کې یو مهم ګام دی او دا توغندی د ارام سمندر په لوېدیځ کې د ګوام سیمې ته توغول شوی دی.
د يادولو وړ ده، چې ګوام په لوېديځ ارام سمندر کې د امريکا يوه سيمه او په دغه سيمه کې د امريکا ستراتيژيکه پوځي اډه شته چې له چين سره نږدې موقعيت لري. دا پوځي اډه په سیمه کې د متحده ایالاتو د شتون په ساتلو او د متحده ایالاتو د احتمالي دښمنانو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
د دغه راپور له مخې دغه توغندی د «آر ټي اېس کارپ» په نوم د یوې کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.
په ارام سمندر کې د ګوام اډې د پوځ قوماندان جنرال هیټ کالینز دا ازموینه یوه «ستره ډله ییزه هڅه» وبلله او د ګوام سیمې د هوايي او توغندیو د دفاعي وړتیاو په متحدولو پر اهمیت يې ټینګار وکړ.
ياد خبري اژانس وايي، دغه بريالۍ ازموينه د ګوام د دفاعي جوړښت د پراختيا لپاره د پراخو نوښتونو يوه برخه ده، چې موخه يې د پرمختللو هوايي او توغنديز دفاعي جوړښت برابرول دي.
د رویټرز په وینا ، په ګوام کې د متحده ایالاتو پوځي اډه پلان لري چې د دې آزماېښت څخه راټول شوي معلومات د مفهوم او راتلونکو الزاماتو د اصلاح او تایید لپاره يې وکاروي.