درېیو سرچینو آمو ته تایید کړې چې طالبانو د ليندۍ په ۱۸مه په یوه لیک کې د هېواد د پوهنتونونو له ښځینه اداري کارکوونکو غوښتي چې په درېیو ورځو کې دې د دوی پر ځای یو سړی وټاکي، که نه نو له دندو به ګوښه شي.
سرچينو آمو ته د دغه سند د کاپي په لېږلو سره ويلي، چې دا حکم په زوره د دفتر په ځینو ښځینه کارکوونکو باندې په جبري توګه تحميل شوی او د دوی لاسلیکونه اخیستل شوي.
دوه نورو سرچینو هم راپور ورکړی چې د هرات پوهنتون ښځینه اداري کارکونکي د پرېکړې له اعلان وروسته د ژړا په حال کې ليدل شوې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه مکتوب د هېواد پوهنتونونو ته د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت له خوا استول شوى دى.
د طالبانو دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې له هغه راهیسې چې دوی واک ته رسېدلي، د ښځو پر وړاندې په ځانګړي ډول د پوهنې او کارموندنې په برخو کې محدودیتونه ډېر شوي دي. طالبانو همداراز په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ډیری ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستې وې. په وروستۍ پېښه کې طالبانو نجونې او ښځې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې له زده کړو بې برخې کړې دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې تر ۲۰ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې له مخ پر ودې بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی.