افغانستان

د فرانسې شارزدافېر د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

سهیل شاهین و

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې یې د فرانسې د سفارت له شارزدافېر ژان مارین شو سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې وکړې.

ښاغلي شاهین پر اېکس لیکلي چې د «اوسني وضعیت، روغتیا، د نادولتي موسسو فعالیتونه، د کابل د هوايي ډګر تخنیکي اړتیاوې» د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

په افغانستان کې د فرانسې سفارت تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

ياده دې وي، چې دغه ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې ده.

له طالبانو سره د فرانسې اړیکې

فرانسه یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بيا ټنګښت وروسته یې په کابل کې خپل سفارت تړلی او تر اوسه یې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي ټينګي کړي.

فرانسې او د نړۍ له نورو لوېدیځو هېوادونو تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تامین، د یوه ټولګونه حکومت جوړول، له «ترهګرۍ» سره مبارزه او له «ترهګرو» ډلو سره د طالبانو د اړیکو ختمول د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له مهمو غوښتنو څخه دي.