افغانستان

زیلینسکي د اوکراین له اروپایي شریکانو څخه د امنیت تضمین غواړي

ولادیمیر زلنسکی د اوکراین ولسمشر

د اوکراین حکومت اعلان کړی چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به د «امنیتي تضمین» مسله تر هغه وخته پورې مطرح کوي چې اوکراین د ناټو په نظامي تړون کې د دې میاشتې په غونډه کې له خپلو اروپایي شریکانو سره یوځای شي.

که څه هم د دې غونډې کره وخت معلوم نه دی؛ خو رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي، چې د روانې میاشتې (ډسمبر) کې به ترسره شي.

د اوکراین مرستیال ولسمشر ایهور ژوکوا د دې غونډې په اړه وویل: «د دې غونډې د اجنډا یوه موضوع خامخا په ناټو کې د غړیتوب لپاره د غوښتنليک ترلاسه کول او په دغه اتحاد کې د غړيتوب ترلاسه کولو پورې د اوکراین د امنیت د تضمین موضوع ده.»

د یادولو وړ ده چې د اوکراین حکومت د دوشنبې په ورځ د دې غونډې د ترسره کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې موخه یې د ګډ دریځ په همغږي کولو کې مرسته کول او په احتمالي خبرو او د جګړې په ډګر کې د اوکراين د دريځ پياوړي کول دي.

د اوکراین د ولسمشر مرستیال زیاتوي چې په دې غونډه کې به له اوکراین سره د پوځي مرستو په اړه هم خبرې وشي.

د هغه په ​​وینا دغه مسایل د امریکا له منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د زیلینسکي په لیدنه کې هم راپورته شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په پارېس کې له ډونلډ ټرمپ او ایمانویل مکرون سره کتلي.

خو ایهور ژوکوا زیاته کړه: «دا ډیره څرګنده ده چې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مسله له بده مرغه اوس مهال د حل وړ نه ده. زما مطلب دا دی، تر څو چې روسیه پر اوکراین یرغل ته دوام ورکوي، تر هغه چې موږ بریالي شو، موږ د خپل امنیت لپاره کافي تضمین ته اړتیا لرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پارېس کې له ښاغلي زیلینسکي او مکرون سره په لیدنه کې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

هغه له کیيف او کرملین څخه غوښتي چې د جګړې او د «دغه جنون» د پای ته رسولو لپاره خپل شرایط لېست کړي.