نړۍ

اسراٸيل وايي په بريدونو کې يې د سوريې د ستراتيژيکو وسلو زېرمه له منځه وړې ده

د سوریې هغه سیمې چې په توغندیو ویشتل شوي دي

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په سوریه کې یې پر اهدافو په بریدونو کې د دغه هېواد د ستراتیژیکو وسلو یوه لویه برخه له منځه وړې ده.

په همدې حال کې، د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسراٸیلو د دفاع وزیر اسراٸيل کاټز د سه شنبې په ورځ (د ليندۍ په ۲۰ مه) ويلي چې هېواد یې په پام کې لري چې د سوریې په سویل کې یوه «دفاعي سیمه» جوړه کړي چې د ځواکونو د دایمي شتون پرته به عملي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ « د الوتکو ضد بیټریو، پوځي هوایي ډګرونو، د وسلو د تولید ځایونه جنګي الوتکې په څېر هدفونو باندې» تر ۳۵۰ زیات بریدونه کړي دي.

د دغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ په دغو بريدونو کې د البیضاء او د لاذقیه په بندر کې د سوریې د سمندری ځواکونو توغنديزو بېړيو تاسيسات چې پکې د سوریې د سمندري ځواکونو ۱۵ بېړيو لنګر اچولى وو، په نښه شوي دي.

اسراٸيلي چارواکي وايي، په سوریه کې د دغه هېواد د بریدونو موخه د ستراتیژیکو وسلو او پوځي بنسټونو له منځه وړل دي، څو د هغو یاغیانو ډلو له خوا د دوی د کارونې مخه ونیول شي چې د بشارالاسد له واکه لیرې شوي، چې ځینې یې له القاعده او داعش سره تړاو لري.

په همدې حال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي دي: « موږ د سوریې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لرو؛ خو موږ په کلکه اراده لرو چې هغه څه وکړو چې زموږ د امنیت د تامین لپاره اړین دي.»

هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو هوايي ځواک ته یې اجازه ورکړې چې د سوریې د پوځ له خوا پاتې شوي ستراتیژیک پوځي تجهيزات بمبار کړي؛ څو د جهادیانو لاس ته ورنه شي.

وروسته له هغه چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۸) له دغه هېواده وتښتېد، اسراٸیلي ځواکونه په سوریه د سوریې د ستراتیژیک هرمون غره په ګډون، چې په دمشق پېژندل کېږي؛ د اسراٸیلو پوځ د سوریې یوه پرېښودل شوې پوځي پوسته ونیوله او دننه بې وسلې شوې سیمې ته چې په ۱۹۷۳ کال کې د عرب – اسرائیلو تر جګړې وروسته رامنځ ته شوې وه، ته ننوتل.