نړۍ

امریکا د سوریې له یاغیانو غوښتي چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي

د سوریې د تحریر شام ډلې مشر حمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی،

رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو پر سوریې له حاکمو یاغیانو سره په خپلو لومړیو اړيکو کې غوښتي چې د هېواد مشرتابه په “خودکاره توګه” لاس کې وانه خلي او د حکومت جوړولو لپاره ټولګډونه پروسه پلي کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د امريکې اړيکې له تحرير الشام سره چې پخوا يې له القاعدې سره ملګرتيا لرله او اوس هم د امريکا لخوا د يو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي،د ترکیې په ګډون په منځني ختیځ کې د واشنګټن د متحدينو په همغږۍ سره ترسره کيږي.

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی ویلي چې د امریکا حکومت همداراز د دې موضوع په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټیم سره په اړيکه کې دی.

د دغه راپور له مخې، دغه خبرې اترې چې په تېرو څو ورځو کې ترسره شوې، د واشنګټن له خوا د سوریې دننه له بېلابېلو ډلو سره د همغږۍ لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، ځكه چې امریکا هڅه کوي د یکشنبې په ورځ د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو راهيسې ګډوډي اداره کړي.

دغه امریکايي چارواکي همداراز ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو دغې ډلې (هٸيت تحرير الشام) ته پیغامونه استولي تر څو د دغه هېواد لپاره د رسمي حکومتي جوړښت د رامنځ ته کولو لپاره د لومړنیو هڅو لارښوونه وکړي.

د دې خبري اژانس سرچینو له دې چې آیا دا پیغامونه په مستقیمه توګه لېږل شوي که د منځګړیو له لارې، ویلو ډډه وکړې ده.

سرچینو زیاته کړې، چې واشنګټن په دې باور دی، چې انتقالي حکومت باید د سوریې د خلکو د هیلو استازیتوب وکړي او د نویو مشرانو د ټاکلو لپاره له رسمي پروسې پرته د سوریې د تحریري شام د ادارې ملاتړ نه کوي.

د يادونې ده، چې د امريکا د ملي امنيت شورا په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.