په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د ډسمبر د لسمې نېټې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، د طالبانو سیاستونو د افغانانو کړاوونه لا پسې ژور کړي دي.
هغې پر اېکس لیکلي، «د ښځو او نجونو په وړاندې د جنسيت پر بنسټ د ځورونې او د قومي او مذهبي ډلو، ژورنالستانو او د بشري حقونو د مدافعینو ناوړه ګټه اخیستنو په اړه د طالبانو سختو تګلارو د افغانانو کړاو لا پسې ژور کړی دی.»
د امریکا ځانګړی استازی وايي، د طالبانو سیاستونو د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان هیله هم له منځه وړې ده.
آغلې امیري زیاته کړې، چې په ورته وخت کې په څه باندې څلورو لسیزو جګړو کې په میلیونونو افغانان له بشري حقونو سرغړونو سره مخ شوي دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو وضعیت
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو ډېر حقونه او آزادي ترې سلب کړي دي.
پر زده کړو، مطالعې، کار کولو، عامه ځایونو ته پر تګ، پارکونو ته پر تګ، د سينګارتونونو ته تګ، له نا محرمو نارینه وو سره خبرو منع او له محرم پرته د سفر کولو منع له هغو بندیزونو څخه دي چې طالبانو د درېیو کلونو په موده کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.
په ورته وخت کې او په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له ادرسه په هېواد کې د روغتيايي زده کړو موسسو ته یو حکم صادر کړ چې پر بنسټ یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو زده کړه منع کوي.
هغه په دې کتنه کې چې د هېواد د طبي موسسو استازو ته په خطاب کې وويل چې له دې وروسته به د زده کړيالانو په توګه نجونې او ښځې نه جذبوي.
شالید
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوه او افغانستان د دغه سازمان د غړو په منځ کې د هغې د تصویب ملاتړ وکړ.
له بلې خوا هر کال د نومبر په ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او سازمانونو له خوا په دې برخه کې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیلیږي.