افغانستان

مېلر: امریکا له ترهګرو ډلو سره لکه له طالبانو سره د اړيکو په څېر تعامل کولاى شي

متیو مېلر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا کولای شي په قانوني توګه د خپلو ملي ګټو سره سمون په صورت کې هغو ډلو سره چې د ترهګريزو سازمانونو په نوم پیژندل کیږي، تعامل وکړي لکه څنګه چې يې هغه مخکې له طالبانو سره اړیکې درلودې.

ښاغلي مېلر تېرو او اوسنیو تجربو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د امریکا پخواني حکومت له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړې وې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ۲۰۲۰ کال هوکړه د همدې خبرو پایله وه.

هغه وويل:«د قانون له مخې، دا ډول تعامل منع نه دی.ړموږ د هغو سازمانونو سره د اړیکو وړتیا لرو چې د ترهګرو په نوم پېژندل کیږي. ستاسو به په یاد وي چې تېر حکومت له طالبانو سره په داسې حال کې له افغانستان څخه د وتلو هوکړه وکړه، چې چې طالبان د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېدل.»

ښاغلي مېلر همدا راز زیاته کړه:«موږ د دې وړتیا لرو چې له پېژندل شویو ترهګرو سازمانونو سره په قانوني توګه اړیکه ونیسو چې زموږ د ملي ګټو سره سمون ولري. ځینې کړنې د قانون له مخې منع دي، خو له دې ډلو سره خبرې کول د هغو له جملې نه دي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او سوریې په ګډون په کړکېچنو سیمو کې د امریکا د رول په اړه بحثونه دوام لري. په دې سیمو کې، پېچلې خبرې اترې اکثرا د نفوذ لرونکو ډلو سره مستقیمو یا غیر مستقیمو اړیکو ته اړتیا لري.

ښاغلي مېلر همداراز په سوريه کې د مستقیمو خبرو اترو او یا د منځګړو د کارولو په ګډون د امریکا د اړیکو بېلابېلو لارو ته هم اشاره وکړه. هغه نور جزئیات ورنه کړل خو تایید یې کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په شخصي توګه د سیمې له نفوذ لرونکو هېوادونو سره په خبرو کې برخه لرله.

هغه وویل،«په سوریه کې د ډلو سره د تعامل لپاره، موږ د اړیکو مختلف میتودونه کاروو – کله ناکله په مستقیم ډول د مختلفو ډلو سره او کله ناکله د منځګړیتوب له لارې، دواړه د سوریې دننه او يا بهر. په دې وروستیو ورځو کې دغه خبرې اترې دوام لري او د بهرنیو چارو وزیر هم له هغو هېوادونو سره چې په سوریه کې دننه نفوذ لري، په مستقیم ډول په خبرو کې برخه اخیستې د؛ خو د دغو خبرو جزئیات نه افشا کوم.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په اتمه د بشار الاسد رژیم نسکور شو.