د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانانو د «مقاومت او زړورتیا» ستاینه وکړه او په هېواد کې یې د بشري حقونو ننګونو پر وړاندې د اقدام کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي بینټ په دغه پیغام کې هغو ګڼو ستونزو ته اشاره کړې چې افغانستان ورسره مخ دی، په هغو کې جنسیتي تبعيض، د مدني فضا محدودیت، شکنجه، د لږکیو د محرومیت وضعیت او روان بشري ناورین شامل دي.
هغه لیکلي: «د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، زه هغو زړورو او قوي افغانانو ته چې د خپلو حقونو او زموږ د راتلونکي لپاره زمونږ غوښتنو ته دوام ورکوي، درناوی وړاندې کوم.» هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له هغو کسانو سره پیوستون څرګند کړي چې تر ظلم لاندې دي.
ښاغلي بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ماموریت یو له بنسټیزو اصولو څخه هم یادونه وکړه: «بشري حقونه د مذاکرې وړ ندي.»
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې د ښځو پر حقونو د پراخو محدودیتونو شاهد دی. په ورته وخت کې د مدني ټولنې د فشار، د بیان د ازادۍ او بشري مرستو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي. د بشري حقونو نړیوال فعالان د دې ستونزو د حل لپاره د قوي اقداماتو غوښتنه کوي.