افغانستان

اوچا: په افغانستان کې ۱۵.۳ میلیونه خلکو مرستې ترلاسه کړې

په افغانستان کې د مرستو د وېش د یو مرکز انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۱۵.۳ میلیونه خلکو مرستې ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي دي چې په ورته وخت کې دوی د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له خوا د وړاندیز شویو ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو څخه یوازې ۹۵۸،۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، سږ کال د هغو کسانو شمېر چې د مرستندویه موسسو له خوا په پام کې نیول شوی، ۱۷،۳ میلیونه وو.

بشري وضعيت

دا په داسې حال کې ده، چې د اوچا په وینا په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژوند یې له ستونزو سره مخ دى، چې د سرپناه، د کورونو د تودولو لپاره وسایل او کافي خواړه نه لري.

د طالبانو لاسوهنې او بنديزونه

تر دې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو د کمېدو اصلي لامل د ښځو پر کار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه بللي وو.

له بلې خوا، اوچا مخکې د روان کال د جولای په میاشت کې د خپلو موندنو په یوه راپور کې ویلي وو چې «د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو لاسوهنې» د مرستندویه ادارو لپاره محدودیتونه رامنځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په پخواني راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د افغانستان په ۲۰۳ ولسوالیو کې چې د هېواد د ټولو ولسوالیو ۵۰،۶ سلنه جوړوي اړمنو کسانو ته “لږ لاس رسی” لري.

اوچا زیاته کړه چې دا بنسټونه په ١٨٨ ولسوالیو کې اړو کسانو ته «په منځنۍ کچه ​​لاسرسى» لري چې د افغانستان د ټولو ولسوالیو ۴٦.٨ سلنه جوړوي.

په دې راپور کې، د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر همداراز ویلي چې په لسو ولسوالیو کې مرستندویه ادارې چې د هېواد د ولسوالیو ٢.۴ سلنه جوړوي، اړو کسانو ته «پراخ لاس رسی» لري.