په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي، د طالبانو له خوا په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د وروستیو بندیزونو له امله په هېواد کې د مور او ماشوم روغتیا له بحران سره مخ ده.
هغه ټینګار وکړ: «که چیرې دا بندیز پلي شي، نو دا بحران به لا پسې پراخ کړي او ژورې او اوږدمهاله اغیزې به ولري.»
ښاغلی بینټ زیاتوي چې د طالبانو بندیز به «ټولو خلکو ته ډیر زیان ورسوي.»
د افغانستان د روغتیايي سيسټم جوړښت
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د روغتیا څانګې د ليندۍ په ۱۹مه په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیونه وګړي روغتيايي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ورته وخت کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو جوړښت «نازک دی او د سرچينو له کمښت سره مخ دى» روغتیايي خدمتونو ته مساوي لاسرسی نشته او د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ ده.
په دې راپور کې د میندو، ماشومانو او نويو زيږېدليو ماشومانو خوارځواکۍ لوړه کچه او مړینې زياتېدل افغانستان کې د اوسني روغتیايي وضعیت له نورو ننګونو څخه بلل شوي دي.
د طالبانو بندیز
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې د هېواد په طبي ښوونیزو موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
نوموړي د هېواد د طبي زده کړو موسسو استازو ته وويل، چې نور نه شي کولى نجونې او ښځې د زده زده کړيالانو په توګه ثبت کړي.
غبرګونونه
د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو د دفاع د هېوادونو په ګډون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د دغه حکم په غبرګون کې ملګرو ملتونو د دغه فرمان د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په راتلونکي کې د افغانستان پر روغتیايي جوړښت ناوړه اغېزې ولري.