په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې دغه ژمنې د هېواد د ښځو او نارینه وو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د ساتنې او هوساینې لپاره مهمې وبللې.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، د سږ کال د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار «زموږ حق، زموږ راتلونکی، همدا اوس» دی او ټینګار کوي چې څنګه بشري حقونه افراد او ټولنې د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره ځواکمن کوي؛ بشري حقونه څنګه د حل لاره ده او د يو مخنیوي په توګه مهم رول لوبوي.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وویل، «په [افغانستان کې] امنیت کې د ښه والي او په وسله وال تاوتریخوالو کې د کمېدو سربېره، د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې دوامداره او خطرناک تخریب روان دی چې ښځې او نجونې يې درنه بيه پرې کوي،»
دا سازمان وايي چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو چلند په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د«سیسټماتیک تبعیض» نښه ده چې د زده کړې او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو څخه يې دوى بې برخې کړې دي.
آغلې اوتونبایوا وايي: ۸د اصلي چارواکو (طالبانو) ادعا چې دوی د افغانانو قانوني استازي دي باید د خپلو ګډو ارزښتونو او ارزښتونو د ساتنې او پرمختګ لپاره له رښتینو هڅو سره یو ځای شي.»
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېسيون مشره فیونا فریزر وايي:«که افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې شي، دا په ښکاره او قصدي توګه د هغوی او د ټولو هغو کسانو هوساینه کې چې په افغانستان کې ژوند کوي، د ملاتړ او مسوولیت په اخیستلو کې ماتې ده.»
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو زیاتره حقونه او ازادي تر پښو لاندې کړې دي.
د زده کړې، مطالعې، کار کولو، عامه ځایونو ته پر تګ، پارکونو ته پر تګ، د سينګارتونو ته پرتګ، له نا محرمو نارینه وو سره پر خبرو منع او له محرم پرته د سفر کولو حق له هغو بندیزونو څخه دي چې طالبانو د درېیو کلونو په موده کې پر ښځو او نجونو لګولي وو.
په همدې حال کې او په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له ادرسه په هېواد کې د روغتيايي زده کړو موسسو ته یو حکم صادر کړ چې پر بنسټ یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو زده کړه منع کوي.
هغه په دې ناسته کې چې د هېواد د طبي موسسو استازو ته په خطاب کې ويلي چې له دې وروسته به نجونې او ښځې د زده کوونکو په توګه نه جذبوي.
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شالید او د افغانستان مکلفیتونه
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوه او افغانستان د دغه سازمان د غړو په منځ کې د هغې د تصویب ملاتړ وکړ.
په ورته وخت کې هر کال د نومبر په ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او سازمانونو له خوا په دې برخه کې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیلیږي.
دغه ۱۶ ورځنی کمپاین د نومبر له ۲۵ څخه د دسمبر تر ۱۰ (د بشري حقونو د نړیوالې ورځې) پورې دوام کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي په برخه د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي.