د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې یې د بې سرپرستو ښځو لپاره د ملاتړ مرکز جوړ کړی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه مرکز په جوړولو سره به د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه «بې سرپرستې» مېرمنې راټولوي او د اوسېدو ځای به ورته برابروي.
د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د ژوند وضعیت
دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر زده کړو، تحصيل او کار باندې او په ټولنه کې د هغوی حضور د طالبانو محدودیتونو د ښځو ژوند په ځانګړې توګه د هغو کسانو ژوند له ننګونو سره مخ کړی چې د خپلوکورنیو سرپرستي وترغاړې ده.
د هېواد یو شمېر ښځې وايي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی اساسي، بشري او اسلامي حقونه تر پښو لاندې شوي او په یو شمېر دولتي، خصوصي او بهرنیو ادارو کې د کار کولو حق نه لري.
دغه مېرمنې زیاتوي چې په داسې حال کې چې دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي؛ د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په خپلو کورونو کېنول شوي او د کورنۍ غړي يې د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.
له بلې خوا په هېواد کې يو شمېر بې وزله او بې کوره مېرمنې شته چې سوالګري يې کوله، خو د طالبانو د بنديزونو له امله دغه کړکۍ هم د دوى پر مخ تړل شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا، دوی تر اوسه یوازې له کابل ښار څخه شاوخوا ۶۰ زره سوالګر پېژندلي او ډېر شمېر یې راټول کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د سوالګرۍ د منع قانون له تصويب وروسته طالبانو يو کمېسيون جوړ کړ چې د سوالګرو د ثبت او راجستر کولو لپاره يې د «مسلکي سوالګر» او «بې وزله» يا «تنظيم شويو» په توګه طبقه بندي کړي، چې پکې د هغوى د بايوميټريک معلوماتو او د ګوتو نښانو اخيستل شامل دي.