په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته له هٸيت تحرير شام سره د اړیکو د ټینګولو لپاره سیالي کوي، یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې قطر هڅه کوي د دغه هېواد له واکمنو یاغیانو سره د اړیکو دروازې پرانیزي.
دغه سرچینه وايي، قطري ډیپلوماټانو د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۹مه) په سوریه کې د یاغیانو له اصلي لوري( هٸيت تحرير الشام) سره خبرې کړي دي.
د دغې سرچینې په وینا، قطر پلان لري چې د سوریې د انتقالي حکومت د مشرتابه له ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته د سوریې د التحریر شام له مشر محمد البشیر سره خبرې وکړي.
سرچینې وویل: «د [د دغو خبرو] تمرکز د تحرير الشام ډلې او نورو ډلو پر اړتیا ده چې د انتقال په دوره کې د سولې او د سوریې د عامه ادارو ساتنه وکړي، دى.»
دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله سیمه کې حکومتونه هڅه کوي چې د تحرير الشام سره چې مشري یې ابو محمد جولاني کوي، او نورو یاغیانو ډلو سره چې د سوریې ډیره برخه یې نیولې ده، نوې اړیکې ټینګې کړي.
ياده دې وي، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې او د کورنۍ له ۵۰ کلنې واکمنۍ وروسته روسیې ته وتښتید.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د تحرير الشام سره د اړيکو په اړه د نظر ورکولو لپاره د رویټرز غوښتنې ته چې پخوا له القاعدې سره ملګرې وه او د متحده ایالاتو ، اروپایي اتحادیې ، ترکیې د «ترهګرۍ» سازمان په توګه نومول شوې وه، ځواب ندى ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد الخلیفي د دوشنبې په ورځ ناوخته پرته له دې چې څوک مشخص کړي، وويل چې هېواد یې په سوریه کې له «مختلفو خواوو» سره په تماس کې دی.