ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نږدې ۲۱،۵ میلیونه ښځې او نجونې د خپلو اساسي بشري حقونو له سیستماتیکې تباهۍ سره مخ دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې، په افغانستان کې ښځې له بېړنيو بشري او د خوندیتوب له اړتیاوو سره مخ دي چې په بېړنۍ توګه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
په داسې حال کې، چې د طالبانو د مشر له خوا د ښځو پر طبي روزنې او زده کړو د نوي بندیز له لګېدو یوه اوونۍ تېرېږي، طالبان په دې تړاو په بشپړه توګه چوپه خوله پاتې دي.
د يادونې وړ ده چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې طالبانو پخپلو تګلارو زياتره ښځې او نجونې په نښه کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو يې د ژوند کړۍ ورتنګوي.
د ملګرو ملتونو دغه راپور وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ۲۱،۴ میلیونه ښځې او نجونې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو په ګډون د خپلو اساسي بشري حقونو له سیستماتیکې تباهۍ سره مخ دي.
په دې راپور کې د ښځو پر کار او زده کړې د طالبانو د بندیز په ګډون د نورو تبعیض پالیسي چې ښځې په نښه کوي هم بحث شوي دى.
په دغه راپور کې راغلي: «له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، په دغه هېواد کې ۲۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو په ګډون د خپلو د اساسي بشري حقونو له سیستماتیکې تباهۍ سره مخ دي. په ٢٠٢٢ او ٢٠٢٣کال کې د اوسنیو (طالبانو) چارواکو لخوا پلي شوي حکمونه په دولتي دندو، په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کارموندنې او همدارنګه د شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې منع کړي چې په افغانستان کې د بشري فعالیتونه ننګوي. په ٢٠٢۴ کال کې، اوسني چارواکو دا مقررات نور هم پراخ کړي دي.»
په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله فاطمه اعتمادي وايي:«موږ به هڅه وکړو چې دغه ترهګره ډله نړیوالې محکمې ته راکش کړو. دا زموږ حق نه دی چې دوی موږ د پوهې له حقه محروموي او تیارو ته مو وړي.»
وروستی بندیز د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر د ښځو او نجونو د طبي روزنې منع کول دي. یوه اونۍ تېرېږي، طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او چوپ دي. خو په عمل کې تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي.
ښځې د طالبانو د سیاستونو دروند قیمت پرې کوي. لکه ساجده چې د طبي زده کړو د موسسې محصله وه؛ خو اوس د کورنۍ یوازینۍ سرپرستې خپله یوازینۍ هیله له لاسه ورکړې ده.
ساجد الکوزۍ چې د طبي علومو د انسټيټيوټ یوه زده کړياله ده وايي: «ما د نرسنګ زده کړه کوله. طالبانو زموږ انسټيټيوټ وتړلو. د موسساتو د دروازو تړل د ښځو د تباهۍ په معنی ده. زه نه پوهیږم چې بیا څه وکړم.»
په داسې حال کې چې افغانستان د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او د دې یو لوی لامل په هېواد کې د کافي روغتيايي کارکوونکو نشتوالی دی، د طالبانو مشر د ښځو پرمخ د زده کړو وروستۍ کړکۍ وتړله.
په ورته وخت کې په غور ولایت کې مېرمنې وايي چې د دوی په ګاونډ کې د ډاکټر د نشتوالي له امله دوی په میاشتو میاشتو انتظار باسي چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره ښار ته ولاړې شي.
د غور اوسېدونکې نفيسه وايي: «زه ډېره ناروغه يم او که پيسې پيدا کړم، ډاکټر ته به يې ورکړم. له کلونو راهيسې له ناروغيو سره لاس او ګرېوان يم.»
د غور يوه بله اوسېدونکې شادمان وايي:«کله چې ناروغه شو، نو ښار ته د درملنې لپاره ځو. موږ باید ډاکټر ته د تلو لپاره له ۱۰۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانیو پورې ورکړو.»
د ملګرو ملتونو راپور وايي، په افغانستان کې سږ کال د ۲۳،۷ میلیونو کسانو له ډلې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۷۷ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
په همدې حال کې، طالبان لږ تر لږه د دوی د نویو بندیزونو وروسته، د ښځو په اړه د خپلو پالیسیو د پایلو لپاره ځواب ويونکي نه دي.