نړۍ

رویټرز: ایران د سوریې له نویو مشرانو سره مستقیما په اړيکه کې دی

رویټرز د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي په حواله ویلي چې دغه هېواد د بشارالاسد د رژيم له نسکورېدو وروسته د سوریې له نویو مشرانو سره مستقیما اړيكه نيولې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغه اقدام موخه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د دښمنۍ د رامنځته کېدو مخنیوی دی.

د بشار الاسد د رژیم نسکوریدل، چې د هٸيت الشام التحریر په مشرۍ د جنګياليو د ایتلاف لخوا ترسره شو په وروستیو لسیزو کې په منځني ختیځ کې یو له سترو بدلونونو څخه شمېرل کیږي.

دې پېښې په عربي نړۍ کې د ایران او روسیې د نفوذ یوه مهمه اډه له منځه یوړه.

ایراني چارواکي ويلي چې د تهران چارواکي په دمشق کې د یو مهم متحد له لاسه ورکولو او د جون په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ د راستنېدو په صورت کې د سوریې له نویو مشرانو سره تعامل ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه:« دا تعامل د اړیکو د ثبات او د سیمه ایز تاوتریخوالو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره اړین دی.»

د بشار الاسد د رژيم له نسکورېدو او په سوریه کې سیاسي بدلونونه په منځني ختیځ کې د پراخو بدلونونو لامل شوي او د سیمې هېوادونه اړ شوي چې پر خپلو سیاستونو بياکتنه وکړي.