سویلي آسیا

په هند کې شاوخوا ۴۰ ښوونځي په بم اېښودلو ګواښل شوي

انځور له رویټرز

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې د هند په پلازمېنه ډهلي کې لږ تر لږه ۴۰ ښوونځي په بم اېښودلو ګواښل شوي دي.

د دغه راپور له مخې ګواښ کوونکي له دغو ښوونځیو څخه د برېښنالیک له لارې ۳۰ زره ډالر غوښتي دي.

د دغه خبري آژانس د خبر له مخې دوو ښوونځیو ته د یکشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۸مه) د ګواښ يو برېښناليک ترلاسه کړى چې په کې ویل شوي چې د دغو ښوونځیو په ودانیو کې څو بمونه ځای پر ځای شوي دي او که د برېښنالیک استونکو ٣٠زره ډالر ورنه کړل شي نو چاودنه به وکړي.

په همدې حال کې نن (دوشنبه) یوشمېر نورو ښوونځیو ته هم دغه برېښنالیکونه رسېدلي، چې د دغو ښوونځیو مسوولینو د زده کوونکو له والدینو غوښتي، چې خپل ماشومان کورونو ته ولېږي.

د هند د پوليسو چارواکي وايي، د دغو ښوونځيو په ځينو ساحو کې يې لومړنۍ پلټنې کړې دي.

په هند کې د بم ګواښونه

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په می مياشت کې، په ډهلي او ښارګوټي نويډا کې له ۵٠ څخه زیاتو ښوونځیو ورته برېښنالیکونه ترلاسه کړل چې ظاهرا جعلي وو.

د يادولو وړ ده، چې په هند کې سږ کال ښوونځي، د اورګاډي تم ځايونه او هوايي ډګرونه په سلګونو بمونو وګواښل شو، چې وروسته په درواغ ثابت شول.