روغتیا

طالبانو له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

د نړیوالو سازمانونو له استازو سره د طالبانو د عامې روغتیا وزیر انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه وزارت کې د طالبانو وزیر نور جلال جلالي، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشرې ایډوين سینیزا سلواډور، د نړیوال بانک له استازې هادیه سماها، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مشرې کاوبینا آسانتي او د روغتیا په برخه کې د یونېسف ادارې مسوولینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو حل، د روغتیايي سکټور پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو جلبول په دې ناسته کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

ښاغلي جلالي په دې کتنه کې وویل: «زه به هڅه وکړم چې ټولې هغه ستونزې حل کړم چې د روغتیايي سیستم د پراخوالي او پیاوړتیا لامل کېږي.»

د روغتیايي علومو په موسسو کې د ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیز او د هغې پایلې

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده له ادرسه د هېواد د روغتيايي زده کړو موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بنديز فرمان صادر کړ.

د طالبانو دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافع هېوادونو په ګډون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ملګرو ملتونو دغه حکم په غبرګون کې له وړاندې د دې فرمان د پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په راتلونکي کې د افغانستان پر روغتیايي جوړښت ناوړه اغېزې ولري.

د يادونې وړ ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان، نړيوال بانک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او يونېسف تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې دروغتیايي سیستم وضعیت

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د روغتیا څانګې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیونه وګړي روغتيايي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ورته وخت کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو جوړښت «نازک دی او د سرچينو له کمښت سره مخ دى» روغتیايي خدمتونو ته مساوي لاسرسی نشته او د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ ده.

په دې راپور کې د میندو، ماشومانو او نويو زيږېدليو ماشومانو خوارځواکۍ لوړه کچه او مړینې زياتېدل افغانستان کې د اوسني روغتیايي وضعیت له نورو ننګونو څخه بلل شوي دي.

راپور وايي، «د شري، حاد نس ناستې، ډینګي تبې، تور ټوخي، د کریمیه کانګو هیمرجیک تبه (سي سي اېچ اېف) او ملاریا په ګډون د حاد ناروغیو خپرېدل د افغانستان د روغتیا سکټور ننګوي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون د ماشومانو د ملاتړ د صندوق (یونېسف) د راپور په حواله ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په دغه هېواد کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو کې ۶۳۸ مېندې مري.