افغانستان

د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې د افغانستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي ۱۳ غړي وژل شوي

File photo.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ټي ټي پې يا تحریک طالبان پاکستان ۱۳ غړي وژل شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، دغه عمليات نن سهار (دوشنبه، د ليندۍ په ١٩مه) د شمالي وزيرستان د شوال تحصيل په ګزوم منډي سيمه کې د ټي ټي پي د غړو په «پټنځي» ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچينې د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې په وژل شويو کې د طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى او د دې ډلې يو شمېر غړي هم ټپيان شوي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ په شمالي وزیرستان کې ځايي خلکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان دغه مهم قوماندان د یو شمېر ځانمرګو بریدونو طراح و.

سيمه ييزو سرچينو همداراز ويلي، چې په دغو بريدونو کې د ابوبکر چې محسن يې لقب و او ګوهر په نومونو د دې ډلې دوه نور قوماندانان ټپيان شوي دي.

ځايي اوسېدونکو ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته د ټي ټي پي د دغو غړو له پټنځاى څخه د لوګي او دودونه پورته شول او «ډېرو يې د خپلې ډلې د غړو جسدونه پرېښودل او وتښتېدل.»

د پاکستان امنیتي وضعیت

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په دې وروستیو کې ترورېستي پېښو، تاوتریخوالي، ځانمرګو بريدونو او چاودنو د زیاتوالى موندلى دى.

پاکستاني چارواکي د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو په تېره بیا د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ناکراریو او بریدونو اصلي عامل تحریک طالبان پاکستان ډله ګڼي.

دوی پخوا په پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو د زیاتوالي په تړاو افغان طالبان له دغې ډلې په ملاتړ تورن کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان د ټي ټي پي ملاتړ ردوي؛ خو د پاکستان د لومړي وزیر او دفاع وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه ډله د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي.