افغانستان

د قطر او امریکا ځانګړي استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي سره د رینا امیري د لیدنې انځور

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره وکتل او د دغه هېواد پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو هڅو د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کتنه په قطر کې د دوحې د فورم د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې په دې خبرو کې د امریکا او قطر نږدې اړیکې او د هغوی د ملاتړ او پراختیا لارې چارې هم د نورو موضوعاتو له جملې څخه وې.

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد د اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو د بنسټیزو حقونو او د هغوی د زده کړو حق تر پښو لاندې کولو او محدودیتونو وروسته په طبي علومو په موسساتو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د دغه حکم په غبرګون کې ملګرو ملتونو لا له وړاندې د دغه فرمان د پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په راتلونکي کې د افغانستان پر روغتیايي سيسټم ناوړه اغېز ولري.