د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په افغانستان کې ۶،۶ میلیونه کسان کافي سرپناه نه لري او تر ۲۰۲۴ کال پورې سرپنا ته اړتیا لري.
دغه سازمان په یوه راپور کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو ډېر شمېر، طبیعي بحرانونه لکه سېلابونه او زلزلې او د بې وزلۍ او بېکارۍ د کچې لوړېدل د افغانانو ترمنځ د سرپناه د اړتیا د ډېرېدو اصلي لاملونه بللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د هرات زلزلې ۴۸ زره کورونه ویجاړ کړل او سږ کال سېلابونو په ټول هېواد کې له ۱۸زره ۴۶۰ ډېر د استوګنې کورونه تخريب او یا ویجاړ کړل.
دغه سازمان زیاتوي چې دغو عواملو له ۴۰ کلنې جګړې وروسته د ټولنو مقاومت له سخت تخریب سره مخ کړی او په ټول افغانستان کې یې د سرپناه لپاره سختې اړتیاوې رامنځته کړې دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په ورته وخت کې په افغانستان کې د زيانمنو او اړو کسانو لپاره د سرپناه برابرول سږ کال د دغه سازمان له لومړيتوبونو څخه دي، چې پکې يو آبرومندانه توګه د دايمي سرپناه، د سرپناه د ترميمولو، د بېړنيو سرپناګانو په برخو او غير خوراکي توکو ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کولو او بحران سره مخ کورنیو لپاره د پام وړ حلارې چمتو کړي دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې مناسب کورونه د کورنیو د وقار، امنیت او محرمیت اساس دی.
دغه سازمان وايي چې دوى د کډوالو، داخلي بې ځایه شویو کسانو چې خپلو اصلي سیمو ته راستنېږي، او د ټولنو زیان منونکو غړو ته د سرپناه برابرولو لپاره مرستو ته لومړیتوب ورکوي.
بشري وضعيت او سرپناه
په ورته وخت کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي چې د ژمي د موسم په رارسېدو سره له جدي ستونزو سره مخ دي.
د هېواد دغه اوسېدونکي د ژمي د موسم په پيلېدو سره د کافي سرپناه نشتوالى، د کافي خوراکي توکو نشتوالى او په هېواد کې د کار نشتوالى له خپلو عمده ننګونو څخه يادوي.
په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي، سره له دې چې هوا سړه شوې؛ خو دوی د خپلو ماشومانو او د کورونو د تودولو لپاره وسایل نه لري او ځینې یې لا تر خېمو لاندې ژوند کوي.