د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د کتنې پر مهال د دغه هېواد او روسیې تر منځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د رویټرز په وینا، هغه د جګړې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو چې له دې جګړې سره تړلی «جنون» پای ته ورسوي، غوښتنه هم وکړه.
ښاغلي ټرمپ له کيیف او کرملین څخه غوښتي دي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه لېست کړي.
دا د متحده ایالاتو د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له بریا وروسته د ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه ده.
رویټرز وايي، ټرمپ ژمنه کړې چې د خبرو له لارې به د اوکراین جګړه پای ته رسوي. خو تر اوسه یې په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.
د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر د ناستې په تړاو پر « تروت» ټولنیز شبکه لیکلي: «زیلنسکي او اوکراین غواړي چې معامله وکړي او جنون ودروي. کییف شاوخوا ۴۰۰ زره سرتېري له لاسه ورکړي دي. ژر تر ژره باید اوربند وشي او خبرې اترې پیل شي.»
هغه زیاته کړه چې هغه ښاغلی زیلینسکي ښه پیژني او اوس د اوکراین د ولسمشر لپاره د عمل وخت دی.
ټرمپ وويل: «چین مرسته کولی شي. نړۍ په تمه ده.»
ډونالډ ټرمپ، چې د نوټرډام کلیسا د بیا پرانستلو په موخه پارېس ته تللی، د شنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره یو ساعت خبرې کړې دي.