رویټرز خبري اژانس په سوريه کې د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو یوه نیمه ورځ وروسته په یوه راپور کې د دې لامل په اړه بحث کړی او د سرچینو په حواله یې څلور اغېزمن عوامل لېست کړي دي.
د راپور له مخې، د سوریې د پوځ ټيټ مورال، له اسراٸیلو سره په جګړه کې د ایران او د لبنان د حزب الله په ګډون د بشارالاسد د حکومت د اصلي متحدینو «سخته کمزوري» او همدارنګه د یوه مهم پوځي ملاتړي په توګه د روسیې د هغه د دفاع په برخه کې د ګټو له لاسه ورکول د بشار الاسد په مشرۍ د رژیم د نسکوریدو یو له اصلي لاملونو په توګه ياد کړي دي.
له بلې خوا په سیمه کې یوه ډیپلوماټ او د بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو یوه غړي دغه خبري اژانس ته ویلي چې د ترکیې له مخکینۍ خبرتیا پرته د جګړې له پیل راهیسې د جنګياليو چټك پرمختګ چې «د اپوزیسیون اصلي ملاتړی» بلل کیږي، ممکن نه و.
د یادولو وړ ده چې سره له دې چې ترکیه د بشارالاسد د حکومت اصلي مخالفه ډله چې د سوریې هٸټ تحرير شام ده، یوه ترهګره ډله ګڼي. خو په عین حال کې د ځینو یاغیان چې غواړي د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ترکیې په ځمکنیو ځواکونو کې برخه واخلي، ملاتړ کوي.
د سوریې هٸيت تحرير الاشام چې مشرې يې د احمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی په غاړه ده له القاعده شبکې سره د خپلو پخوانیو اړیکو له امله د واشنګټن، اروپا او ترکیې له خوا «ترهګر» پېژندل کېږي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت چې په ۲۰۲۰ کال کې له روسیې سره د سوریې په شمال لوېدیځ کې د شخړو د کمولو په اړه هوکړې ته ورسېد، په پرله پسې ډول يې د یاغیانو د دومره لوی برید مخالفت کړی دی.
رویټرز وايي، د اردوغان حکومت د سوریې د کډوالو د یوې نوې څپې په اړه وېره لري چې ترکیې ته ننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسي رسنیو د کرملین په حواله راپور ورکړی چې بشارالاسد د یکشنبې په سهار (ليندۍ ۱۸) له دمشق څخه له وتلو وروسته روسیې ته پناه یوړه او دغه هېواد هغه او د هغه کورنۍ ته سیاسي پناه ورکړې ده.