روغتیا

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه وګړي روغتيايي مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د روغتیا څانګه وايي چې په افغانستان کې ۱۷،۹ میلیونه وګړي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ورته وخت کې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو جوړښت «نازک دی او د سرچينو له کمښت سره مخ دى»روغتیايي خدمتونو ته مساوي لاسرسی نشته او د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي ننګونو سره مخ ده.

د هیواد روغتیایی وضعیت

په دې راپور کې د میندو، ماشومانو او نويو زيږېدليو ماشومانو خوارځواکۍ لوړه کچه او مړینې زياتېدل افغانستان کې د اوسني روغتیايي وضعیت له نورو ننګونو څخه بلل شوي دي.

راپور وايي،«د شري، حاد نس ناستې، ډینګي تبې، تور ټوخي، د کریمیه کانګو هیمرجیک تبه (سي سي اېچ اېف) او ملاریا په ګډون د حاد ناروغیو خپرېدل د افغانستان د روغتیا سکټور ننګوي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون د ماشومانو د ملاتړ د صندوق (یونېسف) د راپور په حواله ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او په دغه هېواد کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو کې ۶۳۸ مېندې مري.

دغه سازمان د افغانستان په روغتیايي برخه کې د وړ نرسانو سخت کمښت د میندو د مړینې د زیاتوالي یو لامل بولي.

له بلې خوا، دا راپور زیاتوي چې په دې هېواد کې د روغتیا پایلې له ستونزو سره مخ دي، ډیری یې د لږو سرچینو او کمزور زېربناوو سره د روغتیايي پاملرنې جوړښت له امله په غیر متناسب ډول په کلیوالي او بې کاره ټولنو اغیزه کوي.

د طالبانو بندیز

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې په د روغتيايي علومو په ښوونيزو موسساتو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز ولګاوه او د خپلې واکمنۍ په لومړي کال يې په هېواد کې پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بنديز ولګاوه.

د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د دغه حکم په غبرګون کې ملګرو ملتونو د دغه فرمان د پايلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بندیز به په راتلونکي کې د افغانستان پر روغتیايي جوړښت ناوړه اغېزې ولري.