د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې چې په افغانستان کې د ځنګلونو له وهلو سره پر مبارزې ټینګار کوي، ویلي چې هر کال د دغه هېواد ۰،۲ سلنه ځنګلونه له منځه ځي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۰۰ کال راهیسې یوازې په خوست ولایت کې له ۱۵زره۳۰۰ هکټاره ځنګلونو څخه ۲۷۸ هکټاره ځمکه له منځه تللې ده.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې په هېواد او په ځانګړې توګه په خوست کې د ژوندي تنوع او د ځنګلونو د بيا احيا کولو په موخه پروژې په پام کې لري.
دغه رياست وايي، په خوست کې يې د ځايي خلکو د ژوندانه د پياوړتيا په موخه په ۲۳۲ هکتاره ځمکه کې د بادامو، آلوبالو، ګيلاس او مالټو په ګډون ۴۷زره۹۵۰ مېوه لرونکي نيالګي يې کرلي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول په ځنګلي منابعو پورې تړلي دي.
په همدې حال کې راپور زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خوست ولایت کې په ۲زره۱۱۱ هکټاره ځمکه کې ۲۶۰ زره د چهارمغز او جلغوزي ونې کرلي دي.
دغه راپور زیاتوي چې پر دې سربېره دغې بنسټ په ياد ولایت کې د دغو ونو د «منظم خړوبولو» لپاره د اوبو ۹ ذخیرې جوړې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، د دغو پروژو موخه پر ځنګلونو د فشار کمول او د ژویو تنوع برابرول دي.
دغه سازمان وايي چې دا پروژه د نړیوال چاپیریال اسانتیا سازمان (جي ي اېف) لخوا تمویلېږي.