په بامیان کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ګازو خپرېدو له دوو کارګرانو ژوند واخيست.
په باميان کې د طالبانو د والي وياند عبدالصبور سيغاني رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ د خواجه ګنج کلي د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ( ليندۍ ١٧مه) شاوخوا ۱۲ بجې د بامیانو په ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه کارګر په دغه کان کې پر کار کولو بوخت وو چې د ګاز ونيول.