د التحریر الشام په نوم د اسلامپالې ډلې مشر احمد الشراع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، د هغه د ځواکونو په لاس د سوریې د پلازمېنې دمشق له سقوط وروسته اعلان وکړ، چې د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو ته به د نظام د حکومتي ادارو سپارلو پورې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه په دمشق کې د خپل قوماندې لاندې ځواکونو ته وویل:«حکومتي بنسټونو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړئ او دا ادارې به د رسمي سپارلو پورې د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.»
له دې وړاندې، د سوریې له پلازمېنې دمشق څخه د بشارالاسد د تېښتې د راپورنو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر محمد غازي الجلالي په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې وویل چې له هېواده نهدی وتلی او له د سوریې د راتلونکي حکومت منتخب حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.»
په ورته وخت کې د تحرير شام د اداری پلاوي مشر دده تر قوماندې لاندې د یاغیانو د پوځی ځواکونو له خوا په هوایی ډزو بندیز اعلان کړی او له هغوی یې غوښتی دی چې داسې له ورته کارونو لاس واخلي.
په همدې حال کې الجزیرې د سوریې د دوو جګپوړو پوځي افسرانو په حواله راپور ورکړی چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د دغه هېواد له پلازمېنې دمشق څخه وتلی دی.
له بلې خوا، هغه ویډیوګانې چې په رسنیو کې خپرې شوې د دې هیواد د دولتي راډیو- ټلوېزيون په ودانۍ کې د سوریې د حکومت ضد یاغیانو شتون ښیي.
په همدې حال کې د رویټرز د راپور پر بنسټ، د التحریر الشام کمېټې په مشرۍ د سوریې یاغیانو د دمشق له نیولو مخکې، د سوریې درېیم لوی ښار او پنځم ښار حمص، نن سهار (یکشنبه، د ليندۍ ۱۸) تر کنټرول لاندې راوست.
ابو محمد الجولاني د حمص نیول یوه تاریخي شېبه وبلله او د ده تر قوماندې لاندې له جنګیالیو یې وغوښتل چې «هغو کسانو ته چې خپلې وسلې پر ځمکه پریږدي زيان ونه رسوي.»
غبرګونونه
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پر اېکس لیکلي چې ولسمشر بایډن په سوریه کې پرمختګونه له نږدې څاري او په سیمه کې د امریکا له متحدینو سره په اړيکه کې دى.