حماس د شنبې په ورځ (ليندۍ ۱۷) یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د ماتان زنګاوکر په نوم یو اسرائیلي یرغمل په «بند» کې لیدل کیږي.
د رویټرز د راپور له مخې، یرغمل شوى، چې ځان یې ٢۴ کلن ماتان زنګاوکر معرفي کوي، په ویډیو کې له اسراٸیلي مشرانو غوښتي چې له حماس څخه د یرغمل شویو د بېرته ستنولو لپاره یوه معامله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د اسراٸيلو او د لبنان د حزب الله تر منځ د اوربند تر لاسلیکېدو وروسته د قطر په ګډون منځګړی هېوادونه په غزه کې د احتمالي اوربند لپاره د لا نورې چټکتیا اړتيا ویني چې په غزه کې د ۱۰۰ یرغمل شویو بندیانو په د بدل کې د فلسطیني بندیانو خلاصون ته اجازه ورکړي.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، د منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي مخکې له دې چې د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه يې دنده پيل شي، قطر او اسراٸیلو ته سفر کړی څو غزې د اوربند او د یرغمل شویو ازادولو لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډیپلوماټیک فشار پیل کړي.
د يادولو وړ ده، چې حماس د جګړې په ترڅ کې چې اوس یې ۱۵مه میاشت ده، د یرغمل شویو کسانو څو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
خو اسرائیلي چارواکو دغه لنډې او ایډیټ شوې ویډیوګانې رد کړې او د دغه هېواد پر حکومت یې د فشار راوړلو لپاره رواني تبلیغات بللي دي.
د یرغمل شویو کورنیو ټولنه، چې د یرغمل شویو کورنیو د غړو استازیتوب کوي، د حماس لخوا خپره شوې وروستۍ ویډیو «ژوندى ثبوت» بللې ده.
دغه ټولنه وايي چې دا ویډیوګانې «ډیر شواهد وړاندې کوي چې یرغمل په بند کې تر ۴٢٠ ورځو څخه ډېرو ورځو له تېرولو وروسته لاهم ژوندي دي او رنځ زغمي.»