نړۍ

په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په «يو تار ” ځوړند دى

د سوريې د یوه نظامي هوايي ډګر انځور

رویټرز خبر ورکړی چې د سوریې یاغیانو په بشپړه توګه د حمص ښار له نیولو وروسته اوس د سوریې پلازمېنې دمشق ته مخه کړې او د ولسمشر بشارالاسد په مشرۍ حکومت اوس د «یو تار» په واسطه ځوړند دی.

د دغه راپور له مخې، د حمص له مرکزي ښار څخه د سوریې د پوځ له وتلو وروسته، د حمص په زرګونه اوسېدونکي سړکونو ته راووتل، نڅا او «الاسد ولاړ، حمص آزاد شو» او «ژوندۍ دې وي سوریه، مرګ دې وي پر بشرالاسد »شعارونه یې ورکول.

دغه خبري اژانس وايي، یاغیانو په «جشن» کې هوايي ډزې وکړې او ځوانانو د سوریې د ولسمشر هغه پوسټرونه چې سیمه ییز دفتر د پوځ له خوا د « اونيز سرګردانوونکې» شاتګ لپاره ځړولي و، وغورځول.

د یادولو وړ ده چې د حمص په زرګونو تنه اوسېدونکي د سوریې له مرکزي ښار څخه د سوریې د پوځ له وتلو وروسته لارو کوڅو ته راوتلي او د «اسد ولاد، حمص آزاد شو» او «ژوندۍ دې وي سوریه او مرګ دې وي پر بشارالاسد» شعارونه ورکول.

د يادولو وړ ده، چې د حمص سقوط یاغیانو ته د سوریې ستراتیژیک مرکز او د یوې مهمې لویې لارې کنټرول ورکوي، چې دمشق له ساحلي سیمې څخه چې د بشار الاسد د علوي فرقې او د هغه د روسي متحدینو چې سمندري اډه او هوايي اډه لري، بېلوي.

د حمص بشپړ نیول همداراز په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ له حکومت سره د دوی په دیارلس کلنه شخړه کې د یاغیانو د غورځنګ د بې ساري راستنېدو یو پیاوړی سمبول دی.

رویټرز وايي، د حمص ښار ځینې برخې کلونه وړاندې د یاغیانو او پوځ ترمنځ په محاصره يي سختو جګړو کې ویجاړې شوې وې.

د حیات تحریر الشام قوماندان ابو محمد الجولاني چې د یاغیانو اصلي مشر بلل کیږي، د حمص نیول یوه تاریخي شېبه وبلله او د ده تر قوماندې لاندې جنګیالیو یې وغوښتل«هغه څوک چې خپلې وسلې پرېږدي هیڅ زیان ورته ونه رسوي.»

حمص د سوریې درېیم لوی ښار او پنځم ښار دی، چې یاغیانو د دغه هېواد پر بیلابیلو سیمو د خپلو پراخو بریدونو له پیل راهیسې یو په بل پسې نیولي دي.