نړۍ

اسد ولاړ

بشار اسد رئيس جمهور سوریه

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دغه هېواد له پلازمېنې دمشق څخه ولاړ.

د سوریې دوو جګپوړو پوځي افسرانو الجزیرې ته له دغه هېواده د هغه د تېښتې خبر تایید کړی دی.

په همدې حال کې د رویټرز د راپور پر بنسټ د سوریې د «حیات تحریر الشام» په نوم د اسلامپالې ډلې تر مشرۍ لاندې ياغيانو د سوریې دریم لوی ښار او پنځم ښار حمص نن (یکشنبه، ليندۍ ١٨مه) تر خپل کنټرول لاندې راوست.

د یادولو وړ ده چې د حمص په زرګونو تنه اوسېدونکي د سوریې له مرکزي ښار څخه د سوریې د پوځ له وتلو وروسته لارو کوڅو ته راوتلي او د «اسد ولاد، حمص آزاد شو» او «ژوندۍ دې وي سوریه او مرګ دې وي پر بشارالاسد» شعارونه ورکول.

د حمص سقوط یاغیانو ته د سوریې ستراتیژیک مرکز او د یوې مهمې لویې لارې کنټرول ورکوي، چې دمشق له ساحلي سیمې څخه چې د بشار الاسد د علوي فرقې او د هغه د روسیې د متحدینو چې سمندري اډه او هوايي اډه لري، بېلوي.

د حمص بشپړ نیول همداراز په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ له حکومت سره د دوی په دیارلس کلنه شخړه کې د یاغیانو د غورځنګ د بې ساري راستنېدو یو پیاوړی سمبول دی.

رویټرز وايي، د حمص ښار ځینې برخې کلونه وړاندې د یاغیانو او پوځ ترمنځ په محاصره يي سختو جګړو کې ویجاړې شوې وې.

د حیات تحریر الشام قوماندان ابو محمد الجولاني چې د یاغیانو اصلي مشر بلل کیږي، د حمص نیول یوه تاریخي شېبه وبلله او د ده تر قوماندې لاندې جنګیالیو یې وغوښتل« هغه څوک چې خپلې وسلې پرېږدي هیڅ زیان ورته ونه رسوي.»