د دوحې ۲۲مه غونډه نن شنبه (د ليندۍ ۱۷مه) د نړۍ د هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.
ټاکل شوې ده، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به مشران او لوړ پوړي چارواکي راټول شي او مهمې نړیوالې مسلې پرحلولو به بحث وکړي.
دغه غونډه د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني په پرانیستونکې وینا سره پیل شوه، چې پکې يې د نړیوالو ننګونو په حل کې د څو اړخېزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.
که څه هم د دې غونډې اصلي اجنډا د غزې او سوریې وضعیت دی، خو د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه د طالبانو تر واک لاندې، چې په دې غونډه کې د «افغانستان پر راتلونکي د طالبانو د حکومت د اغېزو د راتلونکي بیا لیکل» تر سرليك لاندې د ښځو پر حقونو، د نجونو پر تعلیم باندې لګول شوي محدودیتونه او د افغانستان نړيوال تعاملات وڅېړل شي.
د دوحې د فورم د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا غونډه د مهمو پوښتنو ځوابونه غواړي لکه: «نړیواله ټولنه څنګه د طالبانو پر سیاستونو اغېز کولی شي؟» او دا سیاستونه به په نړیوالو مرستو او د افغانستان په پرمختګ څه پایلې ولري؟
په دې بحث کې به د طالبانو له خوا د « امربالمعروف او نهى عن المنکر» قانون پر بنسټ وضع شوي سخت محدودیتونه هم وڅېړل شي، چې مدني آزادي په ځانګړې توګه د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د افغانستان په اړه د ناستې ګډونوال
په دې غونډه کې به د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز په ګډون یو شمېر مشهورو څېرې هم حضور ولري.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې جورجیت ګانيون او د ښځو د حقونو نامتو مدافعې شینکي کړوخیل د نورو ویناوالو په منځ کې وې.
د دوحې غونډه به، د نړیوالو خبرو اترو لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه، د اونۍ تر پایه د ډیپلوماسۍ، پراختیا او بشري حقونو په اړه جلسو سره ولري.