سویلي آسیا

د خیبر پښتونخوا لویه قومي جرګه د نامحدوده اوربند هوکړې ته ورسېده

انځور له آرشیف

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، په کرم سیمه کې په فرقه ییز تاوتریخوالی کې ښکېلو خواوو پر نامحدوده اوربند هوکړه وکړه.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې، دغه هوکړه له پرله پسې غونډو او د یوې لویې قومي جرګې له هڅو وروسته شوې چې د منځګړیتوب لپاره دغې سیمې ته استول شوې وه.

دغې جرګې د اوربند تر څنګ په سیمه کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره نورې مهمې پرېکړې هم وکړې.

په کرم سیمه کې کړکېچ د لړم په ۳۰مه (د نومبر ۲۱مه) وروسته له هغه زیات شو چې پېښور ته په لاره د مسافرو پر یوه کاروان برید وشو او لږ تر لږه ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. ورستیو نښتو د قربانیانو شمیر تر سلو تنو ته لوړ کړ.

د ښکیلو اړخونو سره مشوره

د خیبر پښتونخوا د عالي وزیر سلاکار محمد سیف په یوه بيان کې ویلي، چې د لویې جرګې غړو د خپلو هڅو په ترڅ کې د دواړو لورو له شاوخوا سلو استازو سره لیدلي او خبرې اترې يې کړې دي.

هغه زياته کړه، يوه مهمه پرېکړه دا ده، چې د جرګې له لوري د وروستۍ پرېکړې تر صادرېدو پورې به پوځي اډه خالي وي.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د شخړو دوام د ستونزو د حل لاره نه ده او دا وخت د یوې تلپاتې حل لارې موندلو ته اړتیا ده.