طالبانو په کاپیسا ولایت کې یوه ښځه او څلور نارینه د «زنا او لواطت» په تور په درو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان له ۲۰ تر ۳۹ دورو او دغه راز له یوه تر دوو کلونو بند محکوم شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه جسمي مجازاتو د پلي کېدو پر مهال يو شمېر قضايي چارواکي، د طالبانو د بېلابېلو ادارو مسوولين او عام خلک حاضر وو.
په تېره میاشت کې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو احصایې
په وروستیو میاشتو کې طالبانو په عام محضر کې د تورنو کسانو د بدني مجازات کول زیات کړي دي. د لړم مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې د دغو پنځو تنو په ګډون ١٢٩ تنه چې ١٩يې ښځې وې په بېلابېلو ولايتونو کې په بېلابېلو تورنو په دُرو وهل شوي.
د يادونې وړ ده، چې په جوزجان او خوست ولايتونو کې د طالبانو له لوري د وهلو ټکولو تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې، چې په جوزجان کې ٢٢ د مجازاتو او په خوست کې ٢۵ پېښې ثبت شوې دي.
غبرګونونه
د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهلو او نور جسمي مجازات له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د بشري حقونو سازمانونه دغه اقدامات د بشري حقونو او انساني کرامت خلاف عمل بولي او د دې مجازاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.