په غزني ولايت کې په دوو جلا ترافيکي پيښو کې يو تن مړ او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې باخترآژانس د راپور له مخې؛ دغه پېښه ددغه ولايت په ګيلان او ناور ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې ترافيکي پېښې په بې ساري ډول زياتې شوې دي.
د سړکونو د سمو بنسټونو نشتوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د بې کیفیته موټرو کارول هغه لاملونه دي چې په دې وروستیو کې يې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې کړې دي.
په ورته وخت کې په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو مديريت له دې وړاندې د موټر چلوونکو بې احتياطي د دغو پېښو د رامنځته کېدو يو مهم لامل بللى و.