افغانستان

برېټانيا: د طالبانو وروستی بنديز له اساسي بشري حقونو څخه «وحشتناکه سرغړونه» ده

د طالبانو لخوا په طبي انسټیټيوټ کې له زده کړو منع شوې نجلۍ

د برېټانيا حکومت د طالبانو د مشر د وروستي حکم په غبرګون کې چې په ټول هېواد کې يې په طبي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه، ویلي چې دا بندیز له اساسي بشري حقونو څخه «وحشتناکه سرغړونه» ده.

د برېټانيا د حکومت په خبرپاڼه کې د طالبانو واکمني يو «ظالم رژيم» او په يادو بنسټونو کې د نجونو او ښځو زده کړه په افغانستان کې د زده کړو لپاره د دوی وروستی چانس بلل شوى، چې طالبانو پر هغې هم بنديز ولګاوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، «دا ډول ظالمانه پالیسي به ښځو او ماشومانو ته د روغتیا پاملرنې چمتو کول سخت زیانمن کړي. موږ له طالبانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي اجازه ورکړي.»

برېټانيا وايي، د طالبانو دغه بنديز به «جدي اوږدمهاله» پايلې ولري، په هېواد کې چې د ميندو او ماشومانو د مړينې لوړه کچه لري، د ډېرو افغانانو روغتيا او ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د راتلونکو نسلونو لپاره به جدي پایلې ولري.

دغه هېواد له نړيوالې ټولنې غوښتي چې «بايد» د پرله پسې بنديزونو په اړه د برېټانيا کلک دريځ سره يوځاى او متحد پاتې شي.

د برېټانيا حکومت په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې: «موږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته ژمن یو او له نورو هېوادونو غواړو چې دې مسلې ته لومړیتوب ورکړي.دموږ به له افغان ښځو او نجونو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړو. د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې د دوی اړتیاوې او لومړیتوبونه زموږ په پالیسۍ او برنامه کې تعين شوي دي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان راتلونکې له ځانه سره د یوه سوله ییز هېواد په توګه، ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې سره د ټولو اتباعو د بشري حقونو په موجودیت پورې اړه لري.

نور غبرګونونه

په ورته وخت کې فرانسې هم د طالبانو له خوا د روغتيايي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو پر زده کړې بنديز غندلی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دغه حکم په غندلو ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه د زغم او د توجیه وړ نه ده.

بلجیم هم په طبي ادارو کې د نجونو پر زده کړو بندیز «د نه منلو او لنډ لید» بللی دی.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو مخکې د طالبانو د دې حکم په غبرګون کې ویلي چې دا بندیز به د افغانستان په راتلونکي روغتیایی جوړښت «ویجاړونکي اغېزې» ولري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسيون ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د ښځو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز لغوه شي.

د وروستي تعلیمي فرصت پای

طالبانو د تېرې اونۍ په پيل کې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.

د راپورنو له مخې طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

طالبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.
له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو منعې شوې، چې د هېواد د تعلیمي او روغتیايي راتلونکي په اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.

د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رامنځ ته کولو سربېره، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره سترې ننګونې رامنځته کړي. په طبي برخه کې د ښځینه متخصصینو نشتوالی، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې ښځې اکثرا ښځینه ډاکټرانو ته ترجیح ورکوي، کولی شي د ډیرو روغتیایی بحرانونو لامل شي.