نړۍ

د امریکا ستره محکمه د فلسطیني چارواکو په اړه شکایتونه څېړي

د امریکا ستره محکمه د حماس او فلسطیني ادارې په ګډون د فلسطیني چارواکو پر ضد شکایتونه څېړي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا غوښتنه د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا د اسراٸيلو په برید کې د امریکایي قربانیانو د کورنیو او د جوبایډن په مشرۍ حکومت لخوا شوې ده.

د دغه راپور له مخې، د دې قضیې څېړنه د امریکا د سترې محکمې له خوا د ۲۰۱۹ کال د فدرالي قانون پر بنسټ ترسره کېږي، چې موخه یې د ترهګرۍ د قربانیانو امنیت او عدالت ته وده ورکول دي.

تمه کېږي چې د امریکا ستره محکمه به د راتلونکي کال د جون تر پایه دا قضیه واوري او بیا به په دې اړه پرېکړه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په غزه کې د اسراٸیلو جګړه او بریدونه دوام لري او تر اوسه له ۴۳ زره ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.

ياد خبري اژانس وايي، د امریکا محکمې له کلونو راهیسې په دې اړه چې ایا دوی د فلسطیني ادارې د حماس د هغو قضیو په اړه چې له بهر څخه د ترسره شویو اقداماتو لپاره واک لري، لاس او ګرېوان ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پام کې لري چې له لوړې مخکې په غزه کې اوربند وکړي.

تر دې مخکې رویټرز د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې ښاغلي ټرمپ خپل ځانګړی استازی، چې ټاکل شوې د ده په مشرۍ په حکومت کې ياد رسمي مقام ولري، په همدې موخه د نومبر په وروستیو کې منځني ختیځ ته واستاوه.

د دغه سفر په ترڅ کې د ښاغلي ټرمپ ځانګړي استازي د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د قطر له لومړي وزیر سره هم وکتل.