نړۍ

یاغیانو د سوریې څلورم ښار نیولی

د سوريې په یوه سړک کې دیو تن یاغي انځور

د «حیات التحریر الشام» په نوم د اسلامپالې ډلې په مشرۍ سوریايي یاغیانو ویلي چې دوی نن سهار (شنبه، د ليندۍ ۱۷ مه) حمص ته څېرمه څلورم ښار درعا او د ۲۰۱۱ کال د بشارالاسد د حکومت پر ضد د پاڅون د زيږېدو ځای نیولی دی.

د یاغیانو له ډلې سرچينو رویټرز ته ویلي چې د ولسمشر بشارالاسد په مشرۍ د سوریې حکومتي پوځ له درعا څخه په منظم ډول د وتلو هوکړه کړې، چې پربنسټ به يې پوځي چارواکو ته د سوریې پلازمېنې دمشق ته د خوندي تګ اجازه ورکوي.

ياد خبري آژانس ویلي دي چې د پوځ یا بشارالاسد د حکومت له خوا سمدستي کومه تبصره نه ده شوې او په خپلواکه توگه نه دي توانېدلي چې د یاغیانو د ادعا پخلی وکړي.

د راپور له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیي چې یاغیان پر موټرسایکل سپاره کسان د درعا ښار په سړکونو کې له اوسیدونکو سره یوځای کېږي. د دې ویډیوګانو پر بنسټ، خلکو د نمانځلو لپاره د ښار اصلي چوک ته هم ډزې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د درعا په سقوط سره د بشارالاسد ځواکونو د یوې اوونۍ په جريان کې څلور مهم مرکزونه یاغیانو ته تسلیم کړل.

درعا، چې دیارلس کاله وړاندې د کورنۍ جګړې له پیله تر سلو زرو زیات نفوس درلود، د پاڅون کوونکو لپاره سمبولیک اهمیت لري او له اردن سره هم پوله لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د درعا نیول د تېرې جمعې په ورځ ناوخته د یاغیانو له هغې ادعا وروسته چې د حمص مرکزي ښار څنډې ته یې پرمختګ کړی، د پلازمېنې او د مدیترانې د سواحلو ترمنځ یوه مهمه لاره رامنځته کړې ده.

د یاغیانو له خوا د حمص نیول به دمشق له ساحلي مرکز، د بشار الاسد د علوی فرقې لږکيو او هلته د روسیې د متحدینو سمندري او هوايي اډې هم له منځه یوسي.

حیات التحریر شام په ټېلېګرام کې لیکلي: «زموږ ځواکونو د حمص ښار په څنډه کې وروستی کلی هم ازاد کړ او اوس یې پر دېوالونو دي.»

د سیمې اوسیدونکو او عیني شاهدانو ویلي دي چې د یاغیانو له پرمختگ مخکې له حمص څخه په زرگونو خلک د بشارالاسد د حکومت د قوي مرکزونو لاذقیه او طرطوس ساحلي سیمو ته تښتېدلي دي.