د هېواد په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړې د طالبانو د وروستي بندیز په غبرګون کې، د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې دا بندیز د ښځو د روغتیایی خدماتو راتلونکي لپاره «ګواښ» دی.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم اوس مهال په افغانستان کې د ښځینه او نارینه روغتونونو د جلاوالي له امله د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر کم دی؛ خو د طالبانو نوی بندیز باکیفیته روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدودوی او راتلونکې ته یې «جدی خطرونه» پېښوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د دفتر مشر ميکاٸيل لي پيه ويلي:«د لوستو ښځینه ډاکټرانو پرته د روغتیا پاملرنې هيڅ جوړښت شتون نلري. زموږ ۵۰ سلنه طبي کارکوونکي ښځې دي. په طبي انسټيټيوټونو کې د ښځو د زده کړې د منع کولو پرېکړه دوی له زده کړې او بې طرفه روغتیايي پاملرنې څخه بې برخې کوي.»
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې زياتوي چې که کومه نجلۍ په منځني ښوونځي کې زده کړې نه شي کولاى او کومه ښځه په پوهنتون او طبي انسټيټيوټ کې زده کړې نه شي کولاى؛ راتلونکی ښځینه روغتیایی متخصصین به له کومه پيدا کړو او څوک به افغان مېرمنو ته په داسې وخت کې خدمت وکړي چې دوی خورا زیان منونکي وي؟
ميکاٸل لي ټينګار وکړ: «د دې لپاره چې اړین خدمات ټولو جنسيتونو لپاره وي باید د ټولو جنسيتونو لخوا وړاندې شي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه سازمان به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
طالبانو د تېرې اونۍ په پيل کې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د راپورنو له مخې طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
طالبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.
له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو منعې شوې، چې د هېواد د تعلیمي او روغتیايي راتلونکي په اړه یې پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رامنځ ته کولو سربېره، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره سترې ننګونې رامنځته کړي. په طبي برخه کې د ښځینه متخصصینو نشتوالی، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې ښځې اکثرا ښځینه ډاکټرانو ته ترجیح ورکوي، کولی شي د ډیرو روغتیایی بحرانونو لامل شي.