افغانستان

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال: په افغانستان کې جنسي ځورونې د څېړنو لومړیتوب دی

د جرمنونو نړیوالې محکمې غړي

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د جمعې په ورځ (ليندۍ په ١٦) د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره وکتل او په دغه هېواد کې یې د جنسیتي ځورونې پر بنسټ له جرمونو سره د مبارزې پر لومړیتوب ټینګار وکړ.

د جرمونو نړیوالې محکمې پر اېکس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «له قربانیانو او مدني ټولنې سره په ګډه، د څارنوالۍ دفتر په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د جرمونو په اړه اقدام ته لومړیتوب ورکوي.»

د تېرې جمعې په ورځ د چیلي، هسپانیې، فرانسې، کاسټاریکا، مکسیکو او لوګزامبورګ په ګډون شپږو هېوادونو د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړه.

دغو هېوادونو له محکمې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د هغو سیستماتیک جرمونو څېړنه وکړي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته زیات شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په خرابېدو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د سيستماتيک تبعيض او ناوړه چلند په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کریم خان په یوه رسمي غونډه کې د خپلې ډلې کارونو د ستاینې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دغه محکمه به ډیر ژر د افغانستان په قضیه کې د نیولو د حکم وکړي.

هغه وویل، «د هغه ټیم د غوره کار سره چې په دوامداره توګه هڅه کوي، به ډیر ژر د افغانستان په قضیه کې د نیول کیدو د حکم صادرول اعلان کړي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په افغانستان کې د جرمونو د څېړلو اجازه صادره کړې ده. که څه هم دا څېړنه د پخواني افغان حکومت پر مهال بنده شوې وه، خو د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بیا پیل شوه.