افغانستان

تېرو څو ورځو کې پاکستان کې د څه‌کم ۸۰۰ افغان کډوالو نېول کېدل

انځور له آرشیف

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، یاد شمېر افغان کډوال هلته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له اعتراضونو وروسته نیول شوي دي، خو زیاتوي چې افغان کډوالو په یادو اعتراضونو کې برخه نه لرله.

له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه چې افغان کډوالو پاکستان کې د عمران‌خان له پلویانو سره یو ځای په حکومت ضد اعراضونو کې برخه اخیستې وه او په خبره یې قانوني چلند به ورسره وشي.


خو بل لور ته بیا یو شمېر افغان کډوال وايي، پاکستان کې له کوم معلوم دلیل پرته نیول او ځورول کیږي.

د پاکستان د حکومت دې چارې هلته په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو مشرانو غبرګونونه راپورته کړي دي.

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ دا یوه «شرمونکې» چاره بللی او د پاکستان دولت یې په «شوونیستي» چلند تورن کړی دی.

هغه ویلي، په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې پښتانه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي، په اسلام‌اباد کې هم د پښتون‌توب په دلیل نیول کیږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه راز ټینګار شوی چې د پاکستان حکومت باید له افغان کډوالو څخه د یوې سیاسې وسیلې په توګه ګټه وانه‌خلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې چې ورسره سم دغه هېواد کې پر افغان کډوالو هم فشارونه ډېر شوي دي.