د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت احصایې ښيي چې د اسپانیا قناري ټاپوګانو ته د لوېدیځې افریقا له هېوادونو او نورو برخو څخه د کډوالو راتګ مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې په تیرو ۱۱ میاشتو کې په دې لاره کې شاوخوا ۹۰۰ کسان مړه یا لادرکه شوي دي.
دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۶۱ سلنه ډېرې دي.
د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۴۱زره۴۲۵ کډوال په ناامنه کښتیو کې قناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي. هغه احصایې چې تر دې دمه بې ساري دي.
سیمه ییز خبریال هريډیان ماریچال وايي: «دا یوازې د عقیدې یا مذهب مسله نه ده؛ له هغې څخه لوړ یو څه دی. دا د انسانیت په اړه ده، د يو بل ترڅنګ د خلکو نږدې کول او هغو کسانو ته غږ ورکول دي چې نور نشي کولی له ځانه دفاع وکړي. دا هغه خلک دي چې نشي کولی د خپل ژوند پروژې ته دوام ورکړي او له بده مرغه دوی د قناري کډوالۍ د لارې بل اړخ ښودونکي دي.»
د «ال هیرو» په ټاپو کې چې د دغې ټاپووزمې په جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري، د روان کال راهيسې تر اوسه پورې ۳۳ تنه کډوال ښخ شوي دي. په عین حال کې، په ٢٠٢٣ کې، دا شمیر یوازې ١١ کسان وو او په ٢٠٢٢کال کې، یو کس.
ځايي خلک د ګلانو په اخيستو او د دغو قربانيانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون له لارې خپل درناوی وړاندې کوي. هغه مراسم چې ډیری وختونه د وژل شویو کسانو له نومونو او ادرس يادولو پرته ترسره کیږي.
د ورک شوي کډوالو د پېژندلو ننګونه
د کډوالۍ د نړیوال سازمان همغږي کوونکي آندریا ګارسیا بورخا وویل: «د ورک شوي کډوالو قضیه د ورک شوي کسانو له عادي قضیو سره خورا توپیر لري، ځکه چې ډیری وختونه د یو څخه ډیرو نړیوالو پولو څخه تېرېدل یا په نړیوالو اوبو کې ورک کېدل د کورنیو لپاره د ورک شوي عزیزانو موندل خورا ستونزمنوي ، ځکه چې دا کورنۍ معمولا په هغه هېواد کې شتون نلري چیرې چې کس ورک شوی وي.»
د هوا ناوړه شرایط او ناامنه کښتۍ د دې بشري ناورین اصلي عوامل دي. د سږکال په یوه ترټولو بده پېښه کې، یوه کښتۍ چې د ٨۴ مسافرو سره د قناري ټاپو ته نږدې ډوبه شوه، چې یوازې ٢٧ کسان ارې ژوندي پاتې شول.
پداسې حال کې چې ډیری اروپایي هېوادونه خپلو پولو ته د کډوالو د راتګ په کمولو کې بریالي شوي ، دې عمل یوازې د قناري ټاپوګانو په څېر د لارو خطر ډیر کړی دی.
د قربانیانو کورنۍ له میاشتو میاشتو انتظار باسي چې د خپلو عزیزانو غږ واوري. خو ډیری وختونه، ټول هغه څه چې دوی ترلاسه کوي د سمندر مرګونې چوپتیا ده.